IQNA

د المصطفی  قراني او حدیثی  نړیواله جشنواره؛ د اسلامی نړۍ ترټولو لویه پيښه ده

10:36 - November 30, 2024
د خبر لمبر: 3490231
ایکنا – د المصطفی العالمیه مدرسې د کلتوري او تربیّتي چارو مرستیال د جامعةالمصطفی د قراني او حدیثي جشنوارې د دیرشم پړاؤ پيلیدا د اسلامی نړۍ د  ترټولو لویه  قرآنی او حدیثي  پيښه وبلله.

ایکنانیوز – د جامعةالمصطفی  د کلتوری او تربیتي چارو  مرستیال  حجةالاسلام  محمد رضا صالح  د ایکنانیوز له خبریال سره په خبرو کې  ددې خبې په کولو سره ووئيل؛  په دغو شپو ورځو کې د جامعةالمصطفی د قرآنی او حدیثي دیرشمې جشنوارې د ترسره کیدا شاهدان یوو.دغه جشنواره  چې له هیواده په  بهر او داخل کې یوه اوږده مخینه لري، د اسلامی نړۍ په سویه د قراني او حدیثي چارو یوه  ترټولو لویه پيښه ده.

هغه زیاته کړې ده ،باوری یوو چې دغه جشنواره یوازینۍ پيښه وي چې دغه ځانګړنې لري. اولا له جغرافیائي حیثیته ترټولو لویه او پراخه جغرافیه لري.ددغې جشنوارې  حدود، د المصطفی د هغو نمایندګیو حدود دي چې د نړۍ په مختلفو سیمو کې د اجرا په حال کې دي، دوهم د مخاطبانو د شمیر او کمیّت له پلوه باید ووایو له کورنیو او بچیانو ورتیر څه دپاسه شل زره کسان  په دغې جشنوارې کې  د مونږ مخاطبان دي.

د جامعةالمصطفی العالمیه دغه استاد په دوام کې ووئيل؛ د ملیّت له نظره وپه دغې جشنوارې کې څه دپاسه اتیا ملیتونه شتون لري.د څانګو د ډولوالي له پلوه،په کتبی اوشفاهي  دوو برخو کې پلان شوې ده او د قرآن معارف، تفسیر ترڅنګ د قرآئت ، حفظ او مهارتونو ته توجه او ځانګړی نظر شوی دی.

 هغه دغه راز ووئيل،ددغې جشنوارې یو مهم ټکی دا دی چې مونږ په دغو شپو ورځو کې له قرآن سره د قدرمنو طلبه ؤ د توجه او انس او مینې کتونکي یوو.سږکال مو دغه پيښه په جامعةالمصطفی کې د قرآنی لسیزې سره په یووخت کړې ده چې په آزمایشي توګه د ترسره کیدا په حال کې ده.دغه پروګرام به دیوه مشخص پلان په جوکاټ کې  شورا ته وړاندې شي. په دغې قرآني لسیزې کې،د جشنوارې فعالیتونه لا ستریږي او د طلبه ؤ،استاذانو شتون او په جامعةالمصطفی کې د قرآن او عترت د ځائیګي انعکاس  لا ولولناک کیږي.

https://iqna.ir/fa/news/4250980

captcha